IQNA

د «  تلاوت محفل» نوې فصل به ترسره شي

10:59 - January 08, 2026
د خبر لمبر: 3492283
ایکنا - د مصر د قرآني استعدادموندنې ټیلویژني پروګرام «د تلاوت حکومت» عمومي ناظر د دې پروګرام د نوي فصل د ترسره کېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا پروګرام به د ۲۰۲۶ کال د نومبر په میاشت کې خپور شي.

 ایکنانیوز د «الخلیج» په حواله راپور راکړی، احمد فایق، رسنیز فعال او د مصر د « تلاوت محفل » د استعدادموندنې پروګرام عمومي ناظر اعلان وکړ: د دې پروګرام بریا د جوړوونکو له تمې لوړه وه، او لیدونکي تل له معنا لرونکي او ارزښتمند محتوا لرونکي پروګرامونه خوښوي.

هغه زیاته کړه: د دې پروګرام لپاره یو ثابت وخت ټاکل شوی او ټاکل شوې ده چې نوی فصل ئې هر کال د نومبر په میاشت کې خپور شي.

فایق وویل: د دې پروګرام د چمتووالي چارې کابو یو نیم کال وخت ونیو، او دا سیالي د مصر له ګوټ ګوټ څخه د کابو ۱۴ زره ګډونوالو په ګډون پیل شوه.

هغه وویل: د تلاوتونو ارزونه د مصر د اوقافو د وزیر له لوري ټاکل شوې د قاضیانو د  کمېټې له خوا، او د الازهر د سترو علماوو په ځانګړې پاملرنې سره ترسره شوه، چې له هغې ډلې ۳۰۰ کسانو دویم پړاو ته لار وموندله.

دغه مصري رسنیز فعال زیاته کړه: دا کسان په پرله‌پسې درو ورځو کې په کوټلي  ډول د مصر د اوقافو په نړیوالې اکاډمۍ کې له یو بل سره سیال شول، او له منځه ئې ۳۲ کسان وروستي پړاو ته د سیالۍ لپاره وټاکل شول.

هغه څرګنده کړه: د دې پروګرام د لیدونکو شمېر له میلیونو کسانو اوښتی دی، او دا مهال د پروګرام له ټیم سره په ګډه کار کوو، څو داسې نوې تګلاره وړاندې کړو چې د لومړي فصل بریا وساتي، او په عین حال کې په دویم پروګرام یا لړۍ کې ډېرې نوې او حیرانوونکې برخې وړاندې کړي.

احمد فایق وویل: مونږ د یوه ټیم په توګه له د اوقافو وزارت سره همکاري کوو، هغه وزارت چې د لومړي فصل د بریا لپاره یې ټول امکانات برابر کړي وو، او د پروګرام ټیم په بېلابېلو بڼو پر جزئیاتو کار کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4327547

captcha